د افغانستان د دفاع وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه وایي، د دې وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد، او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر د هیواد د سویلي حوزې په امنیتې حالت تر کتنې وروسته بحث کړی دی.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د د فاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد او د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر، ۲۰۵ اتل قول اردو ته ورغلي د تشریفاتو قطعې تر ارزونې وروسته یې د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان او د کندهار له امنیې قوماندان سره په امنیتې وضعیت او د دې قول اردو تر مسولیت لاندې سیمې کې یې د عملیاتو په اړه هر اړخیز بحثونه کړي دي.
اعلامیه زیاتوي : د دفاع وزارت سرپرست وزیر، کندهار ته د ۲۰۵ قول اردو تر اثر لاند سیمو کې د ترسره شوو عملیاتو د ارزونې او کتنې په موخه تللی دی، خبر پاڼه زیاتوي چې ښاغلی خالد د دغو قول اردو له کړنو خوښ او د اجرااتو له امله یې د یاد قول اردو له منسوبینو څخه مننه کړې او د دې قول اردو مسولینو ته یې لازمې لارښونې کړې دي.
اعلامیه وایي چې ښاغلي خالد د سویلي زون خلکو ته ډاډ ورکړی چې امنیتي ځواکونه به شپه او ورځ هڅې وکړي تر څو د امن او ثبات یوه ډامنه فضا رامنځته کړي.