کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې بهرنیو چارو وزیر: د ونزوئلا ولسمشر مادورو حکومت ملاتړ لپاره هر اقدام ته آماده یو

9 دلو 1397 ساعت 19:18

د روسیې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف وايي چې مسکو به د ونزوئلا د ولسمشر نيکلاس مادورو د حکومت د ملاتړ په خاطر هر اقدام وکړي.



خو د کریملین ویاند ډیمټري پېسکوف په‌دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه چې ايا روسیه به د ونزوئلا د حکومت نظامي مرسته وکړي.
د مادورو له حکومت سره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ملاتړ خبره وروسته له هغه مطرح شوه چې امریکا د ونزوئلا پر ولسمشر نيکلاس مادورو په فشار راوړلو سره د دې هېواد د تيلو پر دولتي شرکت بنديز ولګاوه.
د امریکا د ماليې وزارت پرون د دغو بنديزونو خبر ورکړ.
امريکا او یو شمېر نورو هېوادونو اعلان کړی چې ښاغلی مادورو د ولسمشر په توګه په رسمیت نه پېژني.
د ونزوئلا د پارلمان رئیس او د سیاسي مخالفانو مشر خوان ګواېدو ځان مؤقت ولسمشر اعلان کړی دی.
 


د مطلب کود: 178809

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178809/روسیې-بهرنیو-چارو-وزیر-د-ونزوئلا-ولسمشر-مادورو-حکومت-ملاتړ-لپاره-اقدام-ته-آماده-یو

آوا
  https://www.avapress.com