کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکل شوی چی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راشی

7 دلو 1397 ساعت 11:48

د قطر په مرکز دوحه کې د طالب استازو او امریکایي لوري تر منځ د دې پړاو خبرې پای ته رسیدلي دي، رپوټونه وایي چې د دغو خبرو امریکایي برخه وال زلمی خلیلزاد کابل ته راځي او د څو ورځو په لړ کې د شویو خبرو په اړه له افغان حکومت سره تازه جزئیات شریکوي.



طالبانو ته نژدي سرچینې وایي، د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکاي ډيپلوماتانو ترمنخ  د یوې اونۍ راهسې، د افغان سولي اړوند خبرو ، پایلې به ډیر ژر په یوه ګده اعلامیه کې واضح شي .
دغې سرچینې د نوم په نه ښودلو سره ویلي، چې امریکا غاړه ایښې له افغانستان څخه خپل نظامي ځواکونه و باسي ، خو امریکا يي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي  .
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په دوحه کې د افغان سولي له مذاکراتو ملاتړ کړی او ویلي یې دی چې په افغانستان کې د رواني جګړي د سیاسي حل کلک ملاتړ کوي.
بهرنۍ رسنۍ وايي : امریکايي ډيپلوماتان او طالب استازي یو لړ پریکړوته رسیدلي ، خو امریکا یي او طالب لوري په دي هکله رسمي څه نه دی ویلي.
 بل پلو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي : د ملا عبدالغني برادر ټاکل کیدل به له امریکایي لوري سره د سولي خبري لاهم پیاوړي کړي .
ښاغلی برادر چې د طالبانو اسلامي تحریک کلیدی غړی اود ملامحمد عمر مرستیال وو ، د پاکستان حکمت له اته کاله بنده  څخه وروسته څو میاشتي مخکې خوشی کړ.
د افغان سولي په اړه د امریکایي او طالب استازو ترمنځ دا څلورمه ناسته ده ، خلیلزاد تردي وړاندی په قطراو ، ابوظبۍ کې هم له طالب لوري سره کښیناستلی . خو افغان حکومت ته په دې ناستو کې د ګډون  بلنه نه دی ورکړل شوې.
 


د مطلب کود: 178628

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178628/

آوا
  https://www.avapress.com