د افغانستان د شفافیت د څار ادارې ویلي، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت نړیوال سازمان د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په لومړیو ورځو کې په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډولی دی.
دا سازمان د استخراجي صنایعو د سکټور په برخه کې د شفافیت لپاره کارکوي.
د شفافیت د څار اداره وايي، که څه هم د افغانستان غړیتوب د پخواني حکومت د کړونو له امله ځنډول شوی، خو په دغه نړیوال سازمان کې د غړیتوب له لاسه ورکول کیدای شي د ملي یووالي د حکومت لپاره هم د خطر زنګ وي، ترڅو د افغانستان د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو بهیر پلي کیدل چټک کړي.
د شفافیت د څار ادارې اجرائیوي رئیس سیداکرام افضلي د دغه ځنډ په اړه ویلي، چې په افغانستان کې د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو د بهیر پر وړاندې ګواښونه ډیر جدي دي او د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت کولی شو پر دغو ګواښونو د بري لپاره افغان حکومت او د حکومت همکارو شرکتونو ته یو عمومي چوکاټ برابرکړی وای.
ښاغلي افضلي ویلي " د دې لپاره، چې دغه نوښت، حکومت او د غړو هیوادونو شرکتونه د کانونو د سکټور د تولید او عوایدو په اړه د معلوماتو خپرولو او د خپلواکو ادارو له خوا پلټنو ته مکلف کوي، که چیرې حکومت دغه معلومات په موثق ډول او په موقع خپاره کړي نه وي، د کانونو د سکټور په مدیریت او د فساد په مخنیوي کې د حکومت وړتیا تر پوښتنې راولي".
افغانستان د ۱۳۸۷ لمریز کال کې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت د سازمان غړیتوب ترلاسه کړی وو.
د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، د ډیرو اوږدو کلونو وروسته په تیرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د استخراجي صنایعو د نوښت د سازمان د معیارونو د پلي کولو لپاره اقدامات شوي او په دې برخه کې پرمختګ راغلی دی.
دا اعلامیه وايي " که څه هم د مدني ټولنې بنسټونه د غړیتوب د ځنډ د مخنیوي لپاره، چې افغان حکومت کوم اقدامات ترسره کړي توود هرکلی یې کوي، خو دا ځنډ دا څرګندوي، چې اصلاحات کافي نه وو او په وروستیو کلونو کې د افغانستان د غړیتوب ځنډ حتمی شوی وو".
د شفافیت د څار ادارې اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ځنډول د دغه نړیوال سازمان په سکټریت کې د کافي بشري منابعو نشتون، د ملي همغږي کوونکي د انتصاب د پر

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه