دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 178189
داکتر عبدالله د دوستم او خلیلي په ملاتړ ټاکنیزې هڅې پیل کړې
د ثبات او همپالنې د ډلې مشر عبدالله عبدالله ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړ او د دغو ټاکنو ګټلو ته یې هیله مندي ښکاره کړه.

دغې ټاکنیزې دلې د خپلو ملاتړیو( دوستم او کریم خلیلي) په مرسته او همکارۍ د یکشنبې پر ورځ( د مرغوني ۳۰) ولسمشریزو ټاکنو ته له نوملیکنې مخکې په یوه ناسته کې څرګند شول.
د دغې ناستې په بهیر کې د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي څرګنده کړه، چې له اوسني روان بحران څخه د هېواد ژورلو لپاره به ګډ کار وکړي.
هغه زیاتوي، اوسني شرایط ( ډېر حساس او نازک) دي او د نوماندانو شعارونه باید دا هېواد نور بحران له بحرانه وژغوري.  
عنایت الله بابر فرهمند یې لومړی مرستیال شو او اسدالله سعادتي یې د ولسمشریزو ټاکنو دوه یم مرستیال دی.
عبدالله عبدالله د خپل ټاکنیز تیم(ثبات او همپالبنې) د اعلام تر څنګ څرګنده کړې، چې زمونږ ټاکنیز تیم دوه د ولسمشریزو ټاکنو او دوه د اجرائیه ریاست مرستیالان لري.
هغه وایي، چې په افغانستان کې قومي تنوع باید زمونږ د ځواک نښه وي؛ نه په مونږ کې د نفاق سرچینه.
له نوماندۍ او نوملیکنې مخکې عبدالله عبدالله ویلي وه، چې موقت حکومت د خلکو په خیر ندی او له لاسته راوړنو باید سترګې پټې نشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjooevhuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته