کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګه: د انتخاباتو زیاتره ټکټونه د ګوندي او شخصي ګټو پر بنسټ جوړ شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 جدی 1397 ساعت 21:22

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو انتخاباتو زیاتره ټکټونه د ګوندي او شخصي ګټو پر بنسټ جوړ شوي دي.



د افغانستان ولسي جرګه وايي، د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو انتخاباتو زیاتره ټکټونه د ګوندي او شخصي ګټو پر بنسټ جوړ شوي دي.
د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د زیاترو انتخاباتي ټکټونو جوړښت ته په کتو باور دا دی چې دغه انتخاباتي ټکټونه د ګوندي، قومي او شخصي ګټو پر بنسټ جوړ شوي دي.
په دې اړه عام تحلیل دا دی چې انتخاباتي ټکټونه واک ته د رسېدو لپاره جوړ شوي، نه د هېواد د روان وضعیت د بدلون او د خلکو د خدمت لپاره.
د افغانستان د ولسي جرګې د منشي مرستیال عرفان عرفان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ځینو انتخاباتي ټکټونو کې له همدا اوسه د څوکیو پر وېش بحثونه او خبرې روانې دي.



دی وایي:
"زیاتره ګوندونه چې په انتخاباتي ټکټونو کې داخلېږي، خپل ګوندي، سمتي او شخصي ګټو ته ګوري، د افغانستان روان وضعیت ته دوی نه ګوري او نه یې هم د ښه والي لپاره کومه برنامه لري، په داسې حال کې چې دوی لا بریالي شوي هم نه دي، په وزارتونو باندې بحث روان دی، زموږ غوښتنه دا ده چې دوی د واک لپاره ځان نوماند نه کړي، بلکې د خدمت لپاره نوماند شي."
د ښاغلي عرفان په خبره، که څه هم يو شمېر نوماندان په دې پوهېږي چې په هېڅ صورت بریالي کېدای نشي، خو د دې لپاره چې ځانونه مطرح کړي او امتیاز ترلاسه کړي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره یې نوملیکنه کړې.
په دې برخه کې يو انتقاد دا هم دی چې په افغانستان کې يو شمېر ګوندونه او ائتلافونه په انتخاباتونو کې د څوکیو د ترلاسه کولو لپاره جوړ شوي، نه د خلکو د خیر ښګیڼې لپاره.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د روانو چارو ځیني کارپوهان وايي، تجربو ثابته کړې چې په افغانستان کې سیاسي ائتلافونه ډېر ځله د شخصي، سمتي او ګوندي ګټو پر بنسټ رامنځته شوي چې همدې مسایلو ته په پام سره ‌یې عمر ډېر لنډ وي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ د ۲۹مې ولسمشریزو انتخاباتو ته عبدالحکیم تورسن، شهاب حکيمي، سید نورالله جلیلي، عبدالطیف پدرام، زلمي رسول، نورالحق علومي، فرامز تمنا، حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار ، احمد ولي مسعود او رحمت الله نبیل نوملیکنه کړې.
د يو شمېر راپورونو له مخې ویل کېږي چې سبا يکشنبه به ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او يو شمېر نور نوماندان هم د انتخاباتو کمېسیون ته د نوملیکنې لپاره ولاړ شي.
 


د مطلب کود: 178150

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178150/ولسي-جرګه-د-انتخاباتو-زیاتره-ټکټونه-ګوندي-او-شخصي-ګټو-پر-بنسټ-جوړ-شوي

آوا
  https://www.avapress.com