کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۸ تنه طالبان د بلخ ولایت چمتال ولسوالی کې ووژل شو

27 جدی 1397 ساعت 17:44

بلخ سیمه ایز چارواکې د هیواد په شمال کې اعلان کړی دی چی ۱۸ تنه طالبان د ولید ۳۴ عملیات په ترڅ کې د چمتال ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوی او له بل لوری د کماندو ځواکونو عملیات هم د جوزجان او بلخ لویی لاری په لړ کې شروع شوی دی.


 
 

 

د آوا په ګزارش سره، حنیف رضائی، د شاهین ۲۰۹ قول ردو مطبوعاتو مسؤول د آوا خبرګزاری سره په مصاحبه کې ویلی دی چی هوایی او ځمکنۍ عملیات د ولید ۳۴ ترنامه لاندی د بلخ ولایت چمتال ولسوالی کې تیره ورځې راهیسی شروع شوی دی.
همدارنګه شاهین ۲۰۹ قول اردو د کماندو عملیات د جوزان او بلخ لویی لاری په اوږدو کې بیرته شروع کړی او دا لویه لاره د مخالفینو شتون څخه پاک سازی او نویو امنیتی پوستو رامنځته کولو په حال کې دی.
هغه زیاته کړی چی ولید ۳۴ عملیات تیره ورځ د چمتال په ولسوالی کې شروع شوی چی تراوسه پوری ۱۸ تنه مسلح طالبان د هوایی او ځمکنۍ بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.
ښاغلی رضایی ددی عملیات څخه مقصد د بلخ ناامن ولسوالیو پاکسازی او ددی عملیاتونو دوام څخه بلخ ولایت کې خبر ورکړ.
 


د مطلب کود: 178062

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178062/۱۸-تنه-طالبان-د-بلخ-ولایت-چمتال-ولسوالی-کې-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com