ننګرهار سیمه ایز چارواکې د هیواد په ختیځ کې خبر ورکوی چی ۹ تنه داعش وسله وال د هغوی درو تنو قوماندانانو په ګډون په دی ولایت کې وژل شوی دی.
۹ تنه داعشیان د هغوی دری قوماندانانو په ګډون په ننګرهار کې ووژل شو
26 جدی 1397 ساعت 15:57
ننګرهار سیمه ایز چارواکې د هیواد په ختیځ کې خبر ورکوی چی ۹ تنه داعش وسله وال د هغوی درو تنو قوماندانانو په ګډون په دی ولایت کې وژل شوی دی.
د آوا په ګزارش سره د ننګرهار ولایت مطبوعاتی دفتر د یو خبرپاڼی په خپرولو سره اعلان کړی چی دا کسان د ملی امنیت خاصو ځواکونو عملیات په ترڅ کې د اچین ولسوالی مومند دره سیمه کې وژل شوی دی.
د خبرپاڼی په اساس، د ملی امنیت خاص ځواکونو عملیات تیره شپه د اچین ولسوالی مومند دره سیمه کې صورت نیولی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چی په دی عملیات کې د داعش وسله والو دوه مهم پناه ګاوی هم په پوره توګه تخریب شوی دی او مجاهد، هارون او آصف د داعش تروریستی ډلې مشرانو څخه په ننګرهار کې وژل شوی دی.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلی دی چی په دی عملیات کې څو ماینونه او انتحاری واسکتونه هم امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
د مطلب کود: 177979