دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 177714
په هلمند ولایت کې د طالبانو د مهماتو زیرمه کشف شوې
د ملي امنیت عمومي ریاست په هلمند ولایت کې د طالبانو د مهماتو، چاودیدونکیو او مخدره توکو د زیرمې له نیولو خبر ورکوي.

دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د ماجې په اړوند سیمه کې د طالب قومندان قاري طاهر پر مرکز برید کړی؛ په ډېر شمېر چاودیدونکي توکي او بېلابېل مهمات یې تر لاسه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په اړوند سیمه کې دغه چاودیدونکي توکي له ۴ زره کیلو ګرام اپینو سره له منځه وړل شوي دي.
د طالبانو سرچینو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsmqs02bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته