دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 177707
ولسي جرګه: د افغانستان په غیاب کې له طالبانو سره د هېوادونو لیدنې دې بندې شي
د افغانستان ولسي جرګه وایي، د دغه هېواد د حکومت په غیاب کې له طالب وسله والو سره د امریکا په ګډون د سیمې د هېوادونو هر ډول لیدنې او خبرې باید بندې شي.

د افغانستان ولسي جرګه وایي، د بهرنیو چارو وزارت باید د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو هغو هېوادونو چې د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې پیل کړي، غواړي چې د افغان حکومت په نه حضور کې د دغه هېواد له وسله والو مخالیفینو سره خبرې نشي کولای.
د دغې جرګې غړو د شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل، دا ډول خبرې هېڅ ګټه نه لري، بلکې د دوی په خبره، له طالبانو اتلان جوړوي او افغان حکومت کمزوری ښيي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د دغې جرګې د استازو له بحثونو وروسته وویل:
 
​"واقعیت دا دی چې له مخالیفینو سره د ملي یووالي حکومت د استازي له حضور پرته د سیمه ییزو هېوادونو هر ډول لیده کاته قطعاً د سولې له پروسې سره مرسته نه کوي، بلکې دا به یو ډول طالبان اتلان او د ملي یووالي حکومت ضعيف ښيي او د افغانستان په چارو کې یو ډول مداخله هم ګڼل کېدای شي چې وي."
د ولسي جرګې غړو وویل، په ابوظبي ، قطر، مسکو او تهران کې لیدنو ونشوای کړای چې د سولې په اړه مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړي.
دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفرونه سیمه ییزو هېوادونو ته زیات شوي دي.
د ښاغلي خلیلزاد د سفرونو تر څنګ، په دې وروستیو میاشتو کې د امریکايي چارواکو په ګډون طالب استازو د افغانستان د دولت د استازو له حظور پرته په ابوظبي، قطر، مسکو او تهران کې د همدغو هېوادونو له چارواکو سره ناستې کړې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7f8zfjh8ffi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته