دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 177696
په افغانستان کې د داعش بریدونو طراح په هلاکت رسیدلي
په ننګرهار کې سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی داعش کلیدی قومانده په ننګرهار کې وژل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتی دفتر شنبه سهار د دفاع وزارت څخه په نقل سره اعلان کړی چی خاطب امیر، د دداعش کلیدی قوماندانانو څخه چی چاودیدونکو توکو فراهم کوونکې او داعش بریدونو طراح په ټول افغانستان کې وو، د خارجی ځواکونو هوایی بریدونو په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.
د دفاع وزارت چارواکو په وینا، د داعش دا کلیدی قوماندان وژل کیدو سره، دا ډله د بریدونو طرحه کولو او چاودیدونکو توکو فراهم کولو په برخه کې به سختو مشکلاتو سره مخ شی.
د یادولو وړ دی چی تیره ورځ هم ننګرهار چارواکې د ۷ تنه داعشیانو وژل کیدو څخه په دی ولایت کې خبر ورکړ.
 
https://avapress.com/vdcb9zb80rhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته