دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۷
د مطلب کود : 177651
په کونړ کې ۳۲ تنه داعشیان او ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوی
چارواکي وايي، د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د کوړنګل په دره کې د داعشیانو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې ۳۲داعشیان او ۱۵ طالبان وژل شوي دي.

د کونړ د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر مسؤلینو په دی اړه رسنیو ته وویل: طالبانو او د داعشیانو ترمنځ پوره یوه اوونۍ جګړه شوې چې پکې ۳۲ داعشیان او ۱۵ طالبان وژل شوي.
تر اوسه دواړو وسله والو ډلو د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdccpmqss2bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته