دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 177532
بلخ ولایت کې طالبانو یو برید په ترڅ کې ۱۳ تنه سیمه ایز پولیس په شهادت رسیدلی دی
بلخ ولایت کې سیمه ایز چارواکې وایی چی د طالبانو یو برید په ترڅ کې چی مردمی خیز او سیمه ایز پولیسو پوستو باندی د چهاربولک په ولسوالی کې ترسره شوی، ۱۳ تنه سیمه ایز پولیس او مردمی خیز سرتیری په شهادت رسیدلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، منیراحمد فرهاد، د بلخ والی ویاند رسنیو ته وویل: طالب جنګیدونکې سه شنبه شپه سیمه ایز او مردمی خیزش ځواکونو پر پوستو باندی د چهاربولک ولسوالی اورناغه کلۍ کې برید کړی دی.
د هغه په وینا، په دی برید کې ۱۳ تنه سیه ایز او خیزش مردمی سرتیری په شهادت رسیدلی دی.
په همدی حال کې، محمد امان، سیمه ایز پولیسو قومانده د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالی کې یک تلویزیون ته ویلی دی چی نښته تیره شپه ددی ولسوالی تیمورک کلۍ کې، ۳ تنه خاص ځواکونه او ۳ تنه سیمه ایز پولیس وژل شوی دی.
دا قوماندان په ادامه کې ویلی دی چی ۷ تنه سیمه ایز پولیس هم طالبانو په لاس اسیر شوی دی.
د هغه په وینا، طالبان د امنیتی ځواکونو یو تانک د ځان سره وړی او هم دری نور تانکونو ته اور ورپوری کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcae0n6u49n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته