دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۳
د مطلب کود : 177239
حمدالله محب: هندوستاني چارواکو سره ارزښتمندو مسایلو په اړه بحثونه وشو
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، په یوه ټویټر کې ویلي چې له هندوستاني چارواکو سره یې د سفر په لړ کې پر ارزښتمندو مسایلو ګټور بحثونه کړي دي.

 د ملي امنیت شورا له لوري د خبر پاڼې په خپرولو سره، د افغانستان او هندوستان د ملي امنیت سلاکارانو د لیدنې جزئیات په ډاګه شوي دي.
په دغو بیان کې ویل شوي دي چې، داکټر حمدالله محب دهیواد د ملي امنیت شورا سلاکار هندوستان ته د خپل سفر په لړ کې، د دغو هیواد د ملي امنیت شورا له سلاکار او نورو لوړ رتبه دولتي چارواکو سره، د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو اترو د بهیر، د ولسي جرګې په ټاکنو او د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو بحثونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي په دغې لیدنه کې ښاغلي محب، په افغانستان کې د زیربنایي پروژو د پلې کولو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزني په عرصه کې د هندوستان  دولت له کړې همکارۍ څخه مننه کړې ده.
خبر پاڼه زیاتوي چې د هندوستان د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ډاډ ورکړی چې هندوستان به له افغانستان سره، له تروریزم سره د مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ او د سترو اقتصادي او زیربنایي پروژو په عرصه کې خپلو مرستو دوام ورکړي.
خبر پاڼه لیکي چې په پای کې د افغانستان او هندوستان هیوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو د لا پرخیدا په موخه ښاغلي محب له خپل هندوستاني سیال څخه غوښتي چې افغانستان ته راشي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د هندوستان د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال د خپل افغان سیال بلنه هم منلې ده.
 
https://avapress.com/vdcexf8zojh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته