شاه محمود نعیمی؛ د فراه ولایتی شورا معاون
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل: نن سهار هغه وخت چی ۱۲ تنه د دارآباد کلۍ اوسیدونکې فراه لوری ته حرکت په حال کې وو د طالبانو کمین سره مخ شو.
هغه زیاته کړه: طالبان ۱۲ تنه د ځان سره بیولی او ۲ تنه نور چی یو یی د فراه بشری سرچینو په ریاست کې مدیر دی په شهادت رسولی دی.
ښاغلی محمودی زیاته کړه: تراوسه دنورو باقی کسانو برخلیک نه معلوم.
په همدی حال کې، محب الله محب؛ فراه پولیسو ویاند ددی خبر په ردولو سره و
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل چی دا خبره بی اساسه او دروغ ده.
هغه زیاته کړه چی دا ۱۲ کسان اوس د امنیتی ځواکونو سره دی.