د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۳۴۰ کیلوواټه برېښنا هوکړه لیک چې ۲۰۰۰ کورنیو ته برېښنا برابروي، لاسلیک کړ
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير د دې پروژې د لاسليکولو پرمهال وويل، چې د هايبريد پروژه به د ننګرهار ولايت د دره نوره ولسوالۍ د شيمول، کنډک، بمبه کوټ، عمر، پنجو او د شو په کليو کې ۲۰۰۰ کورنيو ته ۳۴۰ کيلوواټه برېښنا برابره کړې او چارې به يې به په ۱۵ مياشتو کې بشپړې شي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير همدرنګه وويل، چې د دې ۳۴۰ کيلوواټه برېښنا ۲۰۰ لمريزه او ۱۴۰ (هايدرو تروبين) يا اوبيزه برېښنا ده.
د دې پروژې ټوليز ارزښت ۳۴۰ ميليونه افغانۍ ده، چې د جنوبي کوريا او د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پرورګرام څخه ورکول کېږي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير په وينا په دې ۲۰۰۰ کورنيو کې ۳۱ جوماتونه، اووه ښوونځي او مدرسې، دوه روغتونونه او ۲۰ سميه ييز کوچني تشبثات شامل دي، چې له دې برېښنا به ګټه اخلي.
د يادونې وړ ده، چې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د کليوالي سېمو ته د برېښنا رسونې يوه بله پروژه هم لري، چې د هېواد د ۱۳ ولايتونو په ۵۵ ولسواليو کې به تقريبآ ۴۸۶ زره کورنيو ته برېښنا برابره کړې، چې ۲۳۰ ميليونه ډالره لګښت لري