دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 176640
ولسمشر غنی: اسدالله خالد او امرالله صالح نظام ځوانان او ملی روحیه درلودونکې دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د ملي دفاع وزارت و د کورنیو چارو وزارت نوي نوماند وزیران، اسد الله خالد او امرالله صالح د نظام ځوان او په عالي ملي روحیه سنبال کدرونه وبلل.

د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون ماښام د ښاغلي اسدالله خالد او د ښاغلي امرالله صالح د معرفي په مناست په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وکړې.
هغه وویل ”دوی دواړه د رهبرۍ متفاوتې ځانګړنې او واضح لیدلوري لري او د دوی له تجربو او انرژۍ څخه د وطن د دفاع، ساتنې او پالنې لپاره استفاده یوه اړتیا ده. “
جمهور رئیس غني زیاته کړه ”پولیس د قانون د پلي کولو مهمه دنده او ولس سره ورځني مخامخ روابط لري، نو د ملي پولیسو ساتل او پالل، د دوی مسلکي کېدل او د ورځنیو مشکلاتو حل  د کورنیو چارو وزارت اساسي دنده ده. “
ورپسې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د جمهور رئیس غني له باور څخه په مننې وویل، په ټول توان به ستاسو باور وساتم او د هېواد د دفاع او خدمت په برخه کې به خپلې هڅې او سرښندنې درېغ نه کړم.
همداراز، د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح هم د جمهور رئیس له اعتماد څخه په مننې وویل، د کورنیو چارو مخکېني وزیر د لاسته راوړنو او اصلاحاتو لړۍ به همداسې دوامداره وساتي.
 
https://avapress.com/vdcjxmevyuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته