کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا ټولو ځواکونو لوی درستیز: افغانستان کې به پوځي ماموریت هماسې دوام کوی

4 جدی 1397 ساعت 10:36

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز وايي، په افغانستان کې یې د هېواد پوځي ماموریت هماسې چې پلان شوی دوام کوي.




د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جوزف ډانفورډ د دوشنبې په ورځ سلګونو امریکايي سرتېرو ته د رخصتۍ د لمانځلو په مراسمو کې وویل، د افغانستان ماموریت به له پلان سره سم دوام وکړي.

نوموړي چې کابل ته نېژدې په یوه پوځي اډه کې یې خبرې کولې د خپل هېواد سرتېرو ته وویل:
"شاوخوا بېلابېلې اوازې خپریږي، خو هغه ماموریت چې تاسو یې نن لرئ کټ مټ هماغه ماموریت چې تاسو پرون درلود."
په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د ولسمشر ټرمپ ادارې پنټاګون ته ویلي، څو له افغانستانه د شاوخوا اووه زره سرتېرو د ایستلو پلان چمتو کړي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوړپوړي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د یکشنبې په ورځ سیمه‌ییزو رسنیو ته وویل، د سرتېرو د ایستلو کوم امر دوی ته تر اوسه نه‌دی رسیدلی.
د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ خپله هم په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د مېشتو نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه دنده ترسره کړې.

د سټار اېند سټرایپز خپرونې د راپور له مخې امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز په افغانستان کې مېشتو سرتېرو ته وویل:
"ډاډمنه به کړي چې که کوم بدلون راځي، په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال مېلر پرې سمدستي خبر شي چې څه پېښیږي."
نوموړي امریکايي سرتېرو ته وویل:
"دم‌ګړۍ تاسو امریکايي سرتیري یئ، تاسو یو ماموریت لرئ او هغې ماموریت ته دوام ورکړئ."
ډانفورډ په افغانستان کې د خپلو پوځیانو سره، د سرتېرو لپاره د کریسمیس په مناسبت په یو لړ تفریحي مراسمو کې کتلي.
 


د مطلب کود: 176573

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176573/امریکا-ټولو-ځواکونو-لوی-درستیز-افغانستان-کې-پوځي-ماموریت-هماسې-دوام-کوی

آوا
  https://www.avapress.com