دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 176462
اندونیزیا کې څونامې له امله لږترلږه ۱۶۸ تنه مړه شوی دي
د اندونیزیا په یوه ټاپو کې د اتشفشان په نتیجه کې د څونامې څپو لږترلږه ۱۶۸ تنه مړه کړي او شااوخوا ۷۵۰ نور ژوبل دي.

چارواکو ویلي چې دېرش تنه تراوسه تری تم دي.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو د کنټرول د ادارې یوه چارواکي وویل، باور کېږي چې د مرګ ژوبلو شمېر به تر دې ډېر وي، ځکه چې د دوی مامورین لا هم د تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات راټولوي.
د اندونیزیا د هواپېژندنې او جیولوژۍ په اداره کې ساینسپوهان په دې باور دي چې د انک کراکاتاو تر ټاپو لاندې اتشفشان به د څونامې سبب شوی وي چې له امله یې د اوبو څپو په دغه ټاپو کې سلګونه کورونه، هوټلونه او دولتي دفترونه لاندې کړل.
چارواکي وايي، له اتشفشانه ۲۴ دقیقې وروسته څونامې راغله.
د سږکال په سپټمبر کې د اندونیزیا په پالو ښار او سولاویسي ټاپو کې د څونامې او زلزلې له کبله تر دوه نیم زره زیات خلک مړه شول.
 
https://avapress.com/vdcb00b85rhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته