کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: زابل او ارزګان کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 قوس 1397 ساعت 19:47

افغان پوځي چارواکي د زابل په ارغنداب او د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ۱۲ وسله‌والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبره کړې ده.



کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ترسره شویو عملياتو کې په زابل کې شپږ او د ارزګان په چورې کې دوه وسله‌وال وژل شوي دي.
ښاغلي عيسي زیاته کړه چې په دغو عملياتو کې څلور نور وسله‌وال هم ټپيان شوي دي.
طالب وسله‌والو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
 


د مطلب کود: 176324

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/176324/چارواکي-زابل-او-ارزګان-کې-۸-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.net