دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 176126
نن دوشنبه امریکايي مقامات او طالبان د مخامخ خبرو دوهم غونډه کوي
ټاکل شوې نن دوشنبه د «لېندۍ پر۲۶مه» په متحده عربي اماراتو کې د امریکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو ناسته تر سره شي.

په دغه پنځه اړخیزه ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو او طالب استازو سر بېره د سعودي عربستان، اماراتو او پاکستان نمایندګان هم ګډون کوي.
وسله والو طالبانو هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه خبرو کې په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر استازي ګډون کوي.
په دغه پنځه اړخیزه ناسته کې د افغان حکومت استازي او یاهم د سولې د عالي شورا استازي ګډون نه‌لري.
پر همدې مهال د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د هر هغه اقدام چې افغان حکومت او طالبان د سولې مذاکراتو ته نژدې کړي دوی یې هر کلی کوي.
د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د دوشنبې په ورځ د «لېندۍ پر۲۶مه» امریکا غږ ته وویل چې په اماراتو کې د امریکايي مقاماتو او طالب استازو ترمنځ نننۍ ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو ته د زمینې برابرولو په هدف تر سره کېږي.
هغه وویل:" اوسنی مجلس چې په متحده عربي اماراتو کې کېږي، د امریکا په ګډون نور هېوادونه هم ګډون کوي، د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو تر سره کېدو لپاره د زمینې برابرولو په هدف کېږي، موږ یې هرکلی کوو."
د پاکستان صدارعظم عمران د تېرې جمعې په ورځ د امریکايي مقاماتو او وسله والو طالبانو ترمنځ پر ۱۷ نېټه د مخامخ خبرو اترو تر سره کېدو خبر ورکړی و.
ښاغلي‌ خان ویلي و چې دغه ناسته په پاکستان کې تر سره کېږي خو اوس داسې لیدل چې دغه پنځه اړخیزه ناسته د نوموړي‌ د وینا خلاف په اماراتو کې کېږي.
پر همدې مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د دوشنبې په ورځ دغه څلور اړخیزه ناسته تائید کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمود فیصل پر خپل ټوېټر هیله ښودلې چې دغه خبرې به په افغانستان کې د وینې توئیدلو او په سیمه کې د سولې له ټینګېدو سره مرسته وکړي
دا د امریکايي مقاماتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو دوهمه ناسته ده چې د پاکستان، اماراتو او سعودي استازي هم پکې حضور لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirqazqt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته