د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان دفاع وزارت نن ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ دغه نښتې پرون د یاد ولایت په سرخرود او چپرهار ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.
سرچینی زیاتوی، چې په دواړو نښتو کې لږ تر لږه ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړې.