دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 175794
د هېواد د ملي امنیت سلاکار: افغانان سوله غواړي، نه معامله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون د ولسوالانو ملي کنفرانس ته د وینا په مهال وویل، چې افغانان د سولې په لټه کې دي او معامله نه غواړي.


حمدالله محب وویل، سوله او امنیت د افغانانو اساسي غوښتنه ده او د سولې په تامین کې د ولسوالانو رول زیات مهم دی.
ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه چې که دښمن فکر کوي د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، دا باور يې ناسم دی.
د ښاغلي محب په وینا، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره توان د افغانانو له سر، مال، غزت او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.
ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغانانو په سختو شرایطو کې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کړی دی او تل د دوی تر څنګ ولاړ و.
ښاغلي محب د سولې مذاکراتو ته په اشارې وویل، له زیاتو کلونو او هڅو وروسته د بین الافغاني مستقیمو خبرو اترو د پیل لپاره طالبانو ته فرصت په لاس ورغلی چې باید له لاسه یې ورنه کړي.
حمدالله محب ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو پیل په هدف د ټولنې له بېلا بېلو قشرونو سره په مشورو د سولې مشورتي بورډ جوړ شوی دی، چې په دې بورډ کې د هېواد مطرح سیاسي څېرې، د سیاسي ګوندونو استازي، علما او روحانیون، قومي مشران، مدني او فرهنګي فعالان، د ځوانانو استازي، د خصوصي سکټور استازي، له هېواده بهر د مېشتو افغان کډوالو استازي او د جګړو د قربانیانو د کورنیو استازي برخه لري.
ملي امنیت سلاکار وویل، طالبان باید دا ومني، چې جګړه او تاوتریخوالی د حل لار نه دي او دوی باید اوس درک کړي وي چې له دې لارې خپلو اهدافو ته نه شي رسېدلی.
هغه زیاته کړه، چې طالبانو باید د نظام په لویه دایره او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون په چوکاټ کې خپل ژوند غوره کړي.
حمدالله محب وویل، د زرواکانو او قانون ماتوونکو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه قوي اراده لري. هغه زیاته کړه، افغانانو ته ډاډ ورکوم چې نور د جبر او ظلم دوره پای ته رسېدلې، نه چاته د قانون ماتوونې اجازه ورکوو او نه به د هغو کسانو پر وړاندې امنیتي او قضايي ارګانونه غلي پاتې شي چې بغاوت کوي.
حمدالله محب وویل، مونږ له خلکو سره په اړیکه کې یوو، د زورواکو او نامسووله وسله والو پروړاندې د دولت اقدامات یې سخت استقبال کړي دي، خو ددې ترڅنګ ولسوالان د ولسمشر د سیمه ییزو استازو په توګه باید خپلې دفتري دروازې د ولسونو پرمخ پرانیزي. هغوی درک کړي، د هغوی ستونزې واوري، او له سلیقو ورها خوا باید د قانون د تطبیق لپاره لاس په کار شي.
ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه: زوراکی، غل، ناقانونه وسله وال، یاغي او د نظام او خلکو د ثبات تخریبونکي نه قوم لري، نه سمت لري او نه په کومې ژبې پورې تړاو لري. موږ له دوی سره شخصي ستونزې نه لرو، دوی د اسنادو، عریضو او د خلکو د غوښتنو او شکایتونو په اساس نیول کېږي او محاکمه کېږي.
ښاغلي محب زیاته کړه، چې زموږ د ملي امنیتي ځواک ظرفیت ډیر لوړ شوی، هغه مسوولیتونه یې منلي چې تر انتظار لوړ وو، پر دې سربېره به تاسو په نږدې راتلونکې کې د ډیرو مهمو تغییراتو شاهدان و اوسئ.
ملي امنیت سلاکار وویل، د ملي امنیت شورا دفتر د جلالتمآب جمهور رییس په لارښوونه او د سیمه ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره په همکارۍ چمتو دی، ترڅو د امنیتي پلانونو او برنامو د تطبیق په برخه کې له ولسوالانو او د ولسوالیو په کچه له امنیتي بنسټونو، ځواکونو او خلکو سره نږدې کار وکړي.
په پای کې د ملي امنیت سلاکار د امنیتي او دفاعي سکټور د وزیرانو په حضور کې، د ولسوالانو پوښتونو ته ځوابونه ورکړل.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3waz5t1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته