کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان فوټبال فدراسیون رئیس او پنځو نورو چارواکو دندې وځنډول شوې

19 قوس 1397 ساعت 11:50

د ورزشکارو نجونو د جنسي ځورونې د تورونو په تړاو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رئیس او د پنځو نورو چارواکو دندې وځنډول شوې.



د ولسمشر ستر سلاکار فاض فضلي د خپل ټویټر په پاڼه کې لیکلي ”د افغانستان لوی څارنوال د فوټبال فدراسيون په خلاف د خپرو شويو راپورونو او لومړنيو څيړنو وروسته، نن فيصله وکړه چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د رئيس او پنځو نورو غړو دندې دې وځنډول شي. “
ارګ ماڼی له دې وړاندې ویلي و، چې ولسمشر غني  د لوی څارنوالۍ ادارې ته لارښوونه کړې، چې په ټول صلاحیت سره یاده قضیه په هراړخیزه او سرتاسري ډول وارزوي.
د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې یو شمېر مخکنیو لوبغاړو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې د ښځینه فوټبال یو شمېر غړي د فډراسیون د نارینه چارواکو له لوري جنسي ځورونې او تشدد ښکار شوي.
د افغانستان د ښځینه فوټبال مخکنی مشرې خالدې پول، د ښځینه ملي لوبډلې غړې مینا احمدي او شبنم مبارز ګاډین ته ویلي، چې د جنسي ځورونې سربیره د ملي لوبډلې یو شمېر غړي د مرګ ګواښ هم شوی دی.
د ګارډین ورځپانې د راپور له مخې، د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو په وړاندې په افغانستان کې دننه بد چلند شوی او د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د اردن په یوه روزنیز کمپ هم د ښځینه فوټبال یو شمېر لوبغاړي د جنسي ځورونې او تشدد ښکار شوي دي.
 


د مطلب کود: 175634

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175634/د-افغانستان-فوټبال-فدراسیون-رئیس-او-پنځو-نورو-چارواکو-دندې-وځنډول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com