دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 175592
ولسي جرګه: پاکستان هڅه کوي چې يو ځل بیا افغانستان او امریکا دوکه کړي
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، پاکستان هڅه کوي چې يو ځل بیا افغانستان او امریکا دوکه کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، پاکستان د تل په څېر بیا هم په دې هڅه کې دی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې په خپلو دروغجنو ژمنو سره افغانستان او امریکا تېر باسي.
د دغه کمېسیون مرستیال داود کلکاني د يکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني چارواکي د امریکا له خوا په هغه هېواد د فشارونو د کمولو لپاره هڅه کوي چې وښيي، د افغانستان د سولې په برخه کې يې همکاري رښتینې ده.
ده وویل:

"قریشي ښايي د دې لپاره چې پر خپل هېواد د امریکا فشارونه يو اندازه کم کړي او وتوانېږي چې یو ځل بیا افغانستان او امریکا په خپل چال کې راګیر کړي، کوښښ کوي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د خپل هېواد همکاري رښتینې وښيي او ووايي چې موږ ستاسو غوښتنه پرځای کوو."

نوموړی وايي، افغان چارواکي باید په څرګند ډول له پاکستانه وغواړي چې د طالبانو له ملاتړ او د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلو لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي چې ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په هدف راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر وکړي.

دغو رسنیو ویلي چې ښاغلی قریشي د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا له خوا د پاکستان د همکاریو د جلبولو په لړ کې کابل ته سفر کوي.

هڅه مو وکړه چې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارته هم معلومات ترلاسه کړو، خو دغه وزارت زموږ اړیکه ځواب نه کړه.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل، خو ویل شوي چې په دغه لیدنه کې د افغانستان د سولې په برخه کې کومه نوې ژمنه ونشوه.

خو د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ښاغلي خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې اسلام اباد به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

له مخکې د امریکا ولسمشر د پاکستان صدراعظم ته د يوه لیک په لېږولو سره له دغه هېواده غوښتي وو چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.

امریکايي چارواکي له اوږدې مودې راهیسي پر پاکستان فشارونه راوړي چې په خپله خاوره کې مېشت طالب مشران د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceon8zwjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته