دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۳۳
د مطلب کود : 175221
د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د لغمان د سرخکانو ملي پارک جوړولو طرحه تصویب کړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د سرخکانو د ملي پارک د جوړولو پر طرحې، د هرات ښار د ماسټر پلان پر نهايي مسودې او د زرغونو صنایعو صنعتي پارک د جوړولو پر طرحې بحث او خبرې وکړې.

په دې غونډه کې  چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه په پیل کې د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د سرخکانو ملي پارک د جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه. هغه زیاته کړه، دا پارک د کابل-ننګرهار لویې لارې په اوږدو کې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو د سیمې اړوند په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي.
د مهترلام ښاروال د دې پارک جوړول د سیمې د خلکو د اقتصادي ودې، د پانګونې د جلبولو او اشتغال لپاره باارزښته وباله وې ویل، د دې پارک د لومړنیو زېربنا پر جوړولو په تخمیني ډول له ۱۷۰ میلیون افغانیو زیات لګښت راځي.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه تصویب او د هېواد جمهوررئیس د مهترلام ښاروال او مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د سرخکانو ملي پارک د جوړولو په خاطر دې د بودجې د تامین لپاره پایلې ته ورسېږي.
وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت یو تن مسوول جاوید رحمن رحماني، د هرات ښار د ماسټر پلان نهايي مسوده غونډې ته وړاندې کړه. هغه زیاته کړه یاده طرحه د پایدارې پراختیا د لیدلوري، سالم ښاري انکشاف، د ښاري خدمتونو د سطحې د لوړولو، د ښار او کلیو ترمنځ د اړیکو د ایجاد او کرنیزو او ځنګلي سیمو د ساتنې پر بنسټ جوړه شوی ده.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د هرات ښار د ماسټر پلان طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه.
جمهوررئیس غني د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مسوولینو له هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه، ماسټر پلان باید واضح تعریف ولري او د همدې تعریف پر بنسټ ماسټر پلانونه جوړ شي، هغه څه چې د هرات ښار لپاره جوړ شوي تر ډېره له ځمکې څخه د استفادې لیدلوري ته ورته دي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، هرات د اقتصادي او ځانګړي لرغوني او تاریخي اهمیت څخه برخمن دی او د دې ولایت تاریخي هویت باید وساتل شي. هغه زیاته کړه، په ښارونو کې زون بندي یو بنیادي امر دی او د ښاروالیو د نوي قانون لمخې دا زون بندي واضح شوی ده چې دا کار په ښارونو کې د پانګونې د تعینولو لامل ګرځي.
په پای کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت یو تن مسوول عبدالاحد ملکیار د زرغونو صنایعو د صعنتي پارک طرحه په مفصل ډول غونډې ته وړاندې کړه. هغه زیاته کړه، یاد پارک د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې پیروزي ښارګوټي ته نږدې په ۱۹۵۶ جریبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی او تر اوسه د دې پارک په درې فازونو کې د فابریکو خاوندانو ته ۴۵۰ نمرې وېشل شوي دي.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د یادې طرحې په اړه تصمیم ونېوه چې د ځمکې د لېږد، مدیریت، پانګونې د څرنګوالي او د دې پارک د برېښنا د اړتیاو په برخو کې دې لازیات وضاحت وشي.
جمهوررئیس غني لارښوونه وکړه، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار تر نظر لاندې دې د مالیې، عدلیې، صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو او د چارو ادارې عمومي ریاست، د افغانستان برېښنا شرکت ریاست او د جمهوري ریاست ستر سلاکار کریم امین په ګډون یو کاري ګروپ ایجاد شي، تر څو د یاد پارک ټول بُعدونه او تخنیکي مسایل وارزوي او د تصویب لپاه یې کابینې ته وړاندې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxk0ffyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته