دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۴۰
د مطلب کود : 175151
د ملا عبدالمنان وژل کیدو په وړاندی وسله والو طالبانو غبرګون
په افغانستان کې وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې د دې ډلې د نومول شوی والي د ملا عبدالمنان پر وژنې غبرګون ښودلی دی.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي ”اسلامي امارت د الحاج ملا عبدالمنان اخند شهادت  د مسلمان ولس او اسلامي امارت لپاره لویه ضایعه بولي، خو ورسره مجاهدینو، ملت او ټولو مخلصینو ته  ور په زړه کوي چې شهادت زموږ د هر مشر ا وکشر ملګري او مجاهد ستر آرمان دی، په شهادتونو سره نه زموږ صف کمزوری کیږي اونه هم د الله تعالی دین او جهاد پاتې کیږي. “
د هلمند ولایت مقاما په یوه بیان کې ویلي، چې ملا عبدالمنان تېره شپه له خپلو ملګرو سره یو ځای د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالی کې ووژل شو.
خبرپاڼه زیانوي”تېره شپه د هلمند لپاره د طالبانو تش په نوم والي ملا عبدالرحيم مشهور په ملا عبدالمنان په نوزاد ولسوالۍ کې له خپلو څلور ملګرو سره، چي دوه يي وياندويان هر يو حافظ راشد او ملا جاويد او همدارنګه دوه ساتوونکو سره يو ځای په يوه هوايي بريد کې وژل شوي دي. “
د هلمند ولایت مقام په وینا، نوموړی د دې ترڅنګ د هيواد په کچه د طالب وسله والو نظامي مسول هم وو.
 
https://avapress.com/vdcfttdyyw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته