دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۵۰
د مطلب کود : 175146
افغانستان  د یوه موثر شریک په توګه د نړیوالې ټولنې تر څنګ ولاړ وي
مرتضوي زیاته کړه، چې د جنیوا په ناسته کې د افغانستان د پلاوي اساسي پیغام دا وو، چې له دې وروسته به افغانستان د یوه تړلي (وابسته) هیواد په توګه نه، بلکې د یوه موثر شریک په توګه د نړیوالې ټولنې تر څنګ ولاړ وي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي، چې د مالیې وزارت له ویاند، شمعروز خان مسجدي سره یې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د جنیوا د ناستې پایلې بیانولې، وویل، چې نړیوالې ټولنې په لومړي ځل د افغانستان د حکومت له پراختیایي او اصلاحي پرواګرام څخه ستاینه وکړه.
مرتضوي زیاته کړه، چې د جنیوا په ناسته کې د افغانستان د پلاوي اساسي پیغام دا وو، چې له دې وروسته به افغانستان د یوه تړلي (وابسته) هیواد په توګه نه، بلکې د یوه موثر شریک په توګه د نړیوالې ټولنې تر څنګ ولاړ وي.
دغه راز د افغانستان د پلاوي دوهم پیغام داوو، چې د بدلون لسیزې په دوهم فصل کې به مرسته کوونکي هیوادونه او نړیوال همکاران له افغانستان سره د سیمه ییز اتصال، پانګه اچونې او د افغانستان د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې همکاري وکړي تر څو افغانستان په سیمه کې په یوه موثر شریک بدل شي.
همدارنګه د مالیې وزارت ویاند، شمعروز خان مسجدي هم د جنیوا په ناسته کې د حکومت لخوا د وړاندې شویو پروګرامونو په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیونه یورو د مرستې تړون لاسلیک کړ، چې له دې جملې څخه ۳۱۱ میلیونه د ښې حکومتولۍ، ۸۰ میلیونه په روغتیایي پروګرامونو، ۱۵.۵ میلیونه د ټاکنو پروسې او ۳۷ میلیونه به یې له بې ځایه شویو سره د مرستې په پروګرامونو کې لګول کېږي. د نوموړي په خبره، د آلمان حکومت د KFW بانک له لارې د افغانستان له حکومت سره د ۵.۴ میلیارډه افغانیو مرسته وکړه.
نومړي دغه راز زیاته کړه، چې د جنیوا تر ناستې دوه ورځې مخکې مونږ د IMF مالي ټارګېټ، چې افغانستان ته یې ټاکلی وو، تر لاسه کړ.
دغه راز د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي، پدې ناسته کې د حکومت د سولې طرحې ته په اشارې سره وویل، د ولسمشر لخوا د مذاکره کوونکي پلاوي د فهرست په اعلام سره حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته باوري او اراده لري.
مرتضوي له طالبانو وغوښتل چې که چیرې هغوی سولې او مذاکرې ته اراده لري، د خبرو اترو لپاره دې خپل پلاوی معرفي کړي.
ده څرګنده کړه، چې د افغانستان حکومت د خبرو اترو لپاره هیڅ ډول مخ شرط نلري، خو د اساسي قانون ارزښتونه به د خبرو اترو په بهیر کې په هیڅ ډول معامله نکړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند زیاته کړه: د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو اترو په موخه ملي او نړیواله اجماع وجود لري، د سیمې هېوادونه او نړیوال د دغو خبرو اترو د تسهیل کوونکو مسوولیت لري.
د ولسمشر مرستیال ویاند د حکومت لخوا د ځینو غیر مسوولو قوماندانانو نیولو ته په اشارې سره وویل، قانون پر ټولو یو ډول تطبیقیږي او هیڅوک له قانون څخه پورته نه دي.
مرتضوي دغه راز وویل، چې د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ لويه څارنوالي د کورنیو چارو وزارت سره په ګډه د هېواد د ښځو د فوتبال د ملي ټیم پر غړو باندې د جنسي او جسمي ځورونې د تورونو په اړوند کار کوي، او د هغو کړنو په اړه به، چې زموږ د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو خلاف وي، قانوني او جدي چلند ورسره وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxievmuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته