کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان روانې جګړی په اړه امریکا دفاع وزیر نوی څرګندونې

11 قوس 1397 ساعت 11:48

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جمیز مټیس ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې د پر پای ته رسولو لپاره پر لارو چارو تمرکز کوي ، خو ټینګار یې کړی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د باسلو پلان نه لري.



نوموړی رسنیو ته ویلي، چې امریکا به د ۴۱ هېوادونو د ائتلاف ترڅنګ ولاړ وي چې په افغانستان کې یې دې هڅې ته ژمن دي.
هغه زیاته کړه، چې طالبانو ثابته کړې چې دوی ته د افغانانو ژوند هېڅ ارزښت نه لري. دوی د ټاکنو له لارې بریالي کیدی نشي، له همدې امله ترهګري کوي.
د ښاغلي مټیس په وینا، له افغانستانه د وتلو په صورت کې به امریکا د ترهګرو تر بریدونو لاندې راشي او ټینګار یې کړی چې په دې اړه کره استخباراتي معلومات وجود لري.
نوموړی د اضافي ځواکونو د استولو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرېکړې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې په نږدې ۱۷ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په ملګرو ملتونه کې د افغان سولې لپاره هیله مندي زیاته شوې ده.
 


د مطلب کود: 175108

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175108/افغانستان-روانې-جګړی-په-اړه-امریکا-دفاع-وزیر-نوی-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com