دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 174553
کمانډو ځواکونو کندز ولایت دشت ارچي ولسوالی کې طالبانو پر مواضعو باندی برید کړي
د افغانستان په شمال کې افغان پوځ وایي د ملي اردو ځانګړو کمانډو ځواکونو د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالی کې د طالبانو پر مواضعو یرغلیز بریدونه کړي، چې په امله یې تر دا مهاله شاوخوا ۲۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې کمانډو ځواکونو د هوایي او توپچي قواوو په ملاتړ د دشت ارچي ولسوالی د قرلق په ساحاتو کې د وسله والو طالبانو پر مواضعو یرغلیز بریدونه پیل کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۷ وسله وال ټپيان هم شوي دي.
د کمانډو ځواکونو د لسم کنډک قوماندان ډګرمن محمد علي وایي د وسله والو ترهګرو د پټنځایونو د لمنځه وړلو او د جنګیالیو د ځپلو په موخه په دشت ارچي ولسوالی کې یرغلیز عملیات شوي چې د یادې ولسوالی تر بشپړې تصفیې پورې به دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر تېره اوونی وویل، چې د ملي امنیت شورا دفتر له اړوندو ارګانونو غوښتي، چې د خلکو د ژوند خوندیتوب او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو د کموالي په موخه، ټول هېواد کې پر دښمن خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcamyn6e49n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته