دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 174451
کابل کې پرون ورځې ځانمرګي برید په وړاندی وسله والو طالبانو غبرګون
وسله والو طالبانو په پلازمېنه کابل ښار کې د تېر ماښام د خونړی ځانمرګي برید په اړه غبرګون ښودلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي ”نن په کابل کې د نبوي میلاد په مناسبت په یوه غونډه چې په اورانوس هوټل کې جوړه شوې وه برید شوی چې له امله يې ګڼ شمیر هیوادوال چې دیني عالمان هم په کې شته شهیدان شوي دي. “
خبرپاڼه زیاتوي ”اسلامي امارت په ملکي خلکو او دیني غونډو برید په کلکه غندي. “
مجاهد ادعا کوي ”دغه ډول جنایات ښکاره کوي چې یو شمیر شریرې کړۍ له وړو اختلافي مسائلو څخه په استفاده خپله شریره څيره بربنډوي او د مسلمانانو په دا ډول بې رحمه وژنو باک نه کوي. “
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
امنیتي چارواکي وایي د برید له امله لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او تر ۸۰ زیات کسان ټپیان شوي دي خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي په دغه برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي او شاخوا ۸۳ کسان ټپیان دي.
 
https://avapress.com/vdchmknzz23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته