دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 174445
یاماموتو: په کابل کې پرونی برید له قساوت پرته بل څه نه و
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو په پلازمېنه کابل ښار کې پر دیني عالمانو د خونړی ځانمرګي برید په اړه غبرګون وښود.

ښاغلي یاماماتو په یوه بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازیتوب، زه پرونی برید په کلکه غندم چې له امله یې زیات شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.
هغه زیاته کړه”د دې پیښې حقایق ښکاره دي. چاودونه تېره شپه په یوه داسې غونډه کې رامنځ ته شوه، چېرته چې دیني عالمان د یوې ځانګړې مهمې ورځې د لمانځنې په موخه ټول شوي وو. “
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وویل”زه ټینګار کوم چې دارنګه بریدونه په هیڅ ډول شرایطو کې د توجیه وړ نه دي. “
ښاغلي یاموتو په ټینګار وویل، چې په کابل کې پرونی برید له قساوت پرته بل څه نه و، او هغه کسانو چې دا برید یې تنظیم کړی وو باید محاکمې ته راکاږل شي او حساب ورسره وشي.
هغه وویل، چې ملګړي ملتونه له افغانانو سره پیوستون ته ادامه ورکوي او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ته ژمن دي تر څو روانه جګړه پای ومومي او دولت وتوانیږي له دارنګه ظلمونو څخه د وګړو د خوندیتوب لپاره زیاتې سرچینې بیلې کړي.
د ښاغلي یوماموتو په وینا، د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې ټولې ښکیلې خواوې مسؤولیت لري چې په هر وخت کې ملکي وګړي خوندي کړي.
د امنیتي او عامې روغتیا چارواکو په وینا، د تېر ماښام په برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۸۳ نور ټپيان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayyn6m49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته