کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی: سوله ملي بحث دی او ارزښتونه یې یواځې افغانستان خلک تعریفوالی شی

26 عقرب 1397 ساعت 19:37

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي سوله ملي بحث دی او ارزښتونه یې یواځې د افغانستان خلک تعریفولی شي.



د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د مدني ټولنې له یو شمېر غړو سره د کتنې پر مهال وویل، چې مونږ باید روښانه اراده او لوری ولرو او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړو.
ولسمشر غني غني دې ته په اشارې چې د سولې په  پروسه کې مهم دخیل افراد ځوانان دي وویل، هڅه کوو چې د هېواد په هره مهمه پرېکړه کې ځوانان ونډه ولري.
هغه وویل، سولې ته رسېدل مسقیمه او هواره کرښه نه ده، په دې برخه کې باید لوړې او ژورې وزغمو او ټینګار یې وکړ جې د سولې مذاکره کوونکی ټیم به د فرصت  او ستونزې په هر پړاوکې له ملت سره مشوره وکړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مدني ټولنې غړو د سولې په اړه خپل دقیق لیدلوري او وړاندیزونه مطرح کړل او له بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول ځوانانو سره د جمهور رئیس مشورو څخه په مننې یې وویل، اوس موږ ځوانان د هېواد په مهمو پرېکړو کې ځانونه سهیم بولو.
 


د مطلب کود: 174233

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174233/ولسمشر-غنی-سوله-ملي-بحث-دی-او-ارزښتونه-یې-یواځې-افغانستان-خلک-تعریفوالی-شی

آوا
  https://www.avapress.com