دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 173958
پاکستان د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي له بنده خوشې کړی
پاکستان د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي او د طالبانو یوه ډلمشر له بنده خوشې کړي دي.

د طالبانو دوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیټېډ پرس خبرې اژانس ته ویلي، چې د طالبانو د واکمنی پر مهال د مرکزي بانک رئیس عبدالصمد ثاني له بنده خوشې شوی دی.
دغې سرچینې ویلي، چې د صلاح الدین په نوم د طالبانو یوه ډلمشر هم له زندانه خوشې شوی دی.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو موده وړاندې د طالبانو د پخواني مشر د ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغني برادر په پاکستان کې له زندان څخه خوشې شوی و.
د ملا عبدالصمد ثاني د خوشې کېدو په اړه په داسې حال کې راپورونه ورکول کېږي چې د افغان سولې لپاره هلې ځلې تیزې شوې شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې او پخلایني لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwpazvt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته