د رسنیو راپورونو له مخې په دې بریدونو کې طالبان وتوانېدل چې د فراه ښار په لوېدیځ کې څو پوستې سقوط کړي او ښار ته ځان ورسوي چې د شپې تر دوو بجو پورې په ښار کې دننه جګړه روانه وه.
چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې د امنیتي سرتېرو نهه تنه وژل شوي دي.
د پولیسو او کومانډو ځواکونو سرچینو ویلي چې اوس وسله وال له ښاره په شا تنبول شوي او دا مهال د فراه ښار په څلور کیلومترۍ کې دي.
پر فراه ښار سربېره په خاک سفید او بالابلوک کې هم د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د خاک سفید د ولسوال په وینا، ګومان کېږي چې د دې ولسوالۍ په خوست کلي به د محلي پولیسو د کورنیو دیرش ملکي غړي وژل شوي وي.
په دې نښتو کې د وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.