کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني په بامیانو کې د ۴۴۳ کسیزې قطعې د جوړولو حکم صادر کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 عقرب 1397 ساعت 15:32

ولسمشر محمد اشرف غني په بامیان ولایت کې د ملي امنیت عمومي ریاست په چوکاټ کې یې د ۴۴۳ کسانو په کمیت د یوې قطعې د جوړولو حکم مې صادر کړی دی.



د ارګ ماڼی له مخې، چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د بامیان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره د کتنې پر مهال وویل چې د بامیانو ولایت د امنیت تامین، د سړک جوړولو پروژې په ځانګړي ډول د شکاري درې پروژه، د ځانګړو عملیاتو ترسره کول او د ملي امنیت عمومي ریاست په چوکاټ کې د ۴۴۳ کسانو په کمیت د یوې قطعې د جوړولو حکم مې صادر کړی.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهوررئیس د سیمه‏ ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بیګ ته لارښوونه وکړه چې دویمې درجې ته د بامیانو ولایت ارتقا اداري بهیر دې چټک کړي. هغه زیاته کړه هغه اسانتیاوې چې بامیانو ولایت ته په واک کې ورکړل شوې د دویمې درجې ولایت له امتیازونو هم زیاتې دي.
ولسمشر غني وویل، زمونږ موخه د بامیانو ولایت صنعتي کېدل دي او د همدې لپاره دغه ولایت ته ۳۰۰ میګاواټه برېښنا رسېږي چې د صنعت او کرنې په وده کې به اساسي رول ولري.
د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهوررئیس محمداشرف غني ښارجوړولو وزارت او د ځمکو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د ښارګوټو او د هغه د اسنادو د بشپړولو بهیر چټک کړي او په بامیانو کې دې د ځمکو د استملاک موضوع د څېړلو لپاره ډېر ژر لوړپوړی پلاوی دغه ولایت ته واستوي.
 


د مطلب کود: 173780

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173780/ولسمشر-غني-په-بامیانو-کې-د-۴۴۳-کسیزې-قطعې-جوړولو-حکم-صادر-کړ

آوا
  https://www.avapress.com