دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 173773
المان حکومت د کابل پولیسو سره ۱۰۰۰ زغره والو واسکټونو مرسته کړی ده
د کابل امنیتي چارواکي وایي، د المان حکومت د کابل له پولیسو سره د ۱۰۰۰ زغره والو واسکټونو مرسته کړې ده.

د کابل امنیه قومانداني په یوه بیان کې ویلي، چې د المان حکومت د خپلو مرستو په لړ کې د افغانستان له ملي پولیسو سره د ۱۰۰۰ زغره والو واسکټونو مرسته وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا زغره لرونکي واسکټونه د پنجنشبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ملي پولیسو ته وسپارل شول.
په کابل کې د المان سفیر مرستیال او د المان د پولیسو استازی هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
د کابل امنیه قوماندان جنرال سید محمد روشندل له ملي پولیسو سره د زغره والو واسکټونو د مرستې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د المان دا مرسته به د کابل د پولیسو د ساتنې لپاره خواره اغېزمنه وي.
جنرال روشندل وایي د ملي پولیسو د عامه امن او نظم او د چټک غبرګون د قطعو سرتېري به له دغو واسکټونو څخه کار واخلي.
 
https://avapress.com/vdcd5s0fsyt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته