دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 173620
له وسله والو طالبانو او سیمه ییزو هېوادونو څخه د ناټو د عمومي منشي غوښتنه
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، وسله وال طالبان او نورې وسله والې ډلې دې د خپلو ملګرو افغانانو له وژلو لاس واخلي او له افغان حکومت سره یې مذاکراتو ته کښېني.

نوموړی دغه څرګندونې له ولسمشر غني سره په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه، چې وسله طالبان باید پوه شي د جګړې دوام به بې ځایه وي او ټینګار یې وکړ چې د تېرو کلونو په پرتله د سولې احتمال ډیر دی.
ښاغلي سټولټنبرګ د افغانانو په مالکیت او مشری د سولې پر بهیر ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه بهیر باید ټول شموله وي.
نوموړی همداراز له سیمه ییزو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې یوه رغنده رول ولوبوي او په خپلو خارو کې یې ترهګرو ډلو ته پناه ورنه کړي.
د ناټو عمومي منشي د افغانستان خلکو ته د ولسي جرګې د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې په لومړی ځل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټاکنو امنیت د ټیګښت مسئولیت پر غاړه درلود او دا یې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewx8z7jh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته