د پنجشیر روغتیایي چارواکي وایي د دې ولایت په ایمرجنسي روغتون ۱۲ نوي زېږدېدلي ماشومان په مرموز ډول مړه شوي دي.
پنجشیر ایمرجنسی روغتون کې ۱۲ نوی زېږیدلی ماشوان په مرموز ډول وژل شوی
15 عقرب 1397 ساعت 10:34
د پنجشیر روغتیایي چارواکي وایي د دې ولایت په ایمرجنسي روغتون ۱۲ نوي زېږدېدلي ماشومان په مرموز ډول مړه شوي دي.
د پنجشیر ولایت د ایمرجنسي روغتون رئیس ډاکټر محمد اکبر جان وایي، ۱۲ ماشومان چې عمرونه یې له شپږو تر پنځلس ورځو پورې و، د یکشبنې ورځې په جریان کې مړه شوي دي.
نوموړی زیاته کړه، چې دغه ماشومان د نامعلومو دلایلو له امله یې مړه شوي دي.
د ډاکټر اکبر جان په خبره، د دې نویو زېږېدلو ماشومانو په ډله کې شپږ تنه د پروان ولایت، درې تنه د کاپیسا او درې نور د پنجشیر ولایت وو، چې د پنجشیر ولایت د ایمرجنسي روغتون په عاجله خونه کې ساتل کېدل او د دوشنبې ورځې د سهار د نهوو بجو او د ماسپښېن د دوو بجو ترمنځ یې مړه شوي.
بلخوا د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دې ماشومانو د مړینې علت د څرګندولو لپاره یې څېړنې پیل شوي.
د مطلب کود: 173589