کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په آسترالیا کې د افغانستان د ورزشي کاروان ۶ لوبغاړي تښتیدلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 عقرب 1397 ساعت 16:43

د افغانستان د ورزشي ډګر مسوولین وایي، چې په آسترالیا کې د هېواد د ورزشي کاروان د ملي اردو ۶ معلول لوبغاړي تښتیدلي دي.



د SBS خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د آسترالیا په سیدني کې د افغانستان د ملي اردو ۵ معلول لوبغاړي او یو ښوونکی د نه ماتیدونکیو لوبو له سیالیو وروسته او خپل هېواد ته له ستنیدو مخکې له خپل استوګنځي تښتېدلي دي.
دغه راز د ملي اردود معلولو لوبغاړیو مسوولینو هم په آسترالیا کې د خپلو لوبغاړیو تېښته منلې ده.
تېره اوونۍ د آسترالیا په سیدني ښار کې نه ماتیدونکې سیالۍ پیل شوې، چې په کې له افغانستان څخه په درې څانګو( پاورلفتنګ، رولینګ او پر ناسته ولیبال) کې د درې ښوونکیو په ګډون ۵ لوبغاړیو برخه اخیستې وه.
 


د مطلب کود: 173462

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173462/په-آسترالیا-کې-د-افغانستان-ورزشي-کاروان-۶-لوبغاړي-تښتیدلي

آوا
  https://www.avapress.com