افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبې سهار د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ پکتیکا ته تللی دی.
ولسمشر غني پکتیکا ته تللی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 عقرب 1397 ساعت 10:37
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبې سهار د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ پکتیکا ته تللی دی.
ولسمشرۍ ماڼې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي غني په دې سفر کې د پکتيکا ولايت مقام نوې ودانۍ هم پرانسته.
غني د پکتيکا ولايت د ملکي او نظامي مسئولينو او مشرانو په حضور کې ددغه ولايت د مقام نوې ودانۍ پرانيسته.
د پکتيکا ولايت مقام نوې ودانۍ د ۱۳ ميليون افغانيو په ارزښت په دوه پوړونو کې په اساسي او معياري ډول جوړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چېجمهور رئیس به ددغه سفر په لړ کې د ولايت د نوې ودانۍ د پرانيستې ترڅنګ ددغه ولايت له ملکي او نظامي مسؤلینو او د مختلفو اقشارو له استازو سره جلا کتنې ولري.
د مطلب کود: 173425