د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي شهید ستر پاسوال عبدالرازق او د ده د ملګرو د شهیدانولو توطیه په پاکستان کې جوړه شوې وه او له پاکستان یې په ټینګار وغوښتل چې دغه مجرمین او قاتلین د مجازاتو لپاره افغانستان ته وسپاري.
ولسمشر غنی د پاکستان څخه د جنرال رازق مجرمینو او قاتلینو نیولو غوښتنه کړي
2 عقرب 1397 ساعت 11:02
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي شهید ستر پاسوال عبدالرازق او د ده د ملګرو د شهیدانولو توطیه په پاکستان کې جوړه شوې وه او له پاکستان یې په ټینګار وغوښتل چې دغه مجرمین او قاتلین د مجازاتو لپاره افغانستان ته وسپاري.
ولسمشر غني دغه څرګندونې نن کندهار ته د خپل سفر پر مهال او د کندهار له ولسونو او مشرانو سره یې د کتنې پر مهال وکړې.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني د هیواد د دفاع او د بین المللي تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د زړورتیا، اتلولیو او مبارزې ستاینه او قدرداني وکړه. هغه وویل، که دښمنان فکر کوي چې د عبدالرازق او د هغه د ملګرو له شهادت وروسته به په کندهار کې امنیتي تشه راشي، نو یو ځل بیا دې فکر وکړي، ځکه دا د اتلانو ټاټوبی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني شهید ستر پاسوال عبدالرازق ته د خپلواکۍ د اتل شهید لقب ورکړ، د کندهار د پولیسو ښوونیز مرکز یې د هغه په نوم ونوماوه او د کابل او کندهار ښاروالانو ته یې لارښوونه وکړه چې په کابل او کندهار کې واټونه د شهید ستر پاسوال عبدالرازق په نوم ونوموي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې ووژل شو.
په دغه برید کې د کندهار د ملي امنیت ریاست مشر جنرال عبدالمومین حسین خیل هم ووژل شو.
د مطلب کود: 173018