دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 172922
هرات څخه ۳۲۷ زره کسان په ټاکنو کې ګډون کړی او ۴۰ سلنه یی ښځی وو
د ټاکنو کمیسیون په هرات کې وایی چی د ۳۲۷ زرو څخه ډیر ددی ولایت اوسیدونکې پارلمانی ټاکنو کې ګډون کړی او ۴۰ سلنه یی ښځې تشکیلوله.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، احمد شاه قانونی؛ د ټاکنو کمیسیون مشر وویل چی شنبه په ورځ د رای ورکوونې ۱۵ مرکزونه د امنیتی ګواښونو له امله تړلی پاته شو او هغه وویل چی په مجموع کې ۳۰۰ رایو مرکزونو څخه ۲۵۷ مرکزونه یی خلاص او ۱۵ مرکزونه یی د امنیتی مشکلاتو له امله بند پاته شو.
خو تاکنې په هرات ولایت کې هم د فنی او امنیتی مشکلاتو نه بغیر نه وو.
د هرات ټاکنو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون دفتر مسؤولینو په وینا، تراوسه ۶۰۰ ټاکنیز شکایتونو فورمونه ویښل شوی دی.
فاطمه باقری؛ هرات ټاکنو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون دفتر مشره وویله: موږ ۶۴۹ شکایتونه تیره شنبه ورځې ماسپښین پوری مستند کړی، چی دا شکایتونه بیلابیل شکایتونه په بر کې نیسی؛ د ځینو مرکزونو ځنډ سره خلاصیدو څخه تر ځینو نامزدانو مداخلی پوری.
جنرال عابد؛ د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماند وویل: شنبه به ورځ د هرات ۱۹ ولسوالیو څخه په ۱۱ کې مو ټاکنې درلودل. په ۱۷ ولسوالیو کې د مرکز استثنا سره، موږ جنګ درلودل.
په هرات کې ټاکنې شنبه په ورځ ۷ بجه سهار شروع او دوه ساعتونو په تمدید سره، ماښام په شپږ بجو پای ته ورسید؛خو ټاکنې رای ورکوونې په دوو مرکزونو کې  ادرسکن او رباط سنګی ولسوالیو کې یکشنبه په ورځ ترسره شو.
 
https://avapress.com/vdcirrazrt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته