کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

29 میزان 1397 ساعت 22:46

د غور ولايت چارواکي وايي، په دولينه ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي حمله کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.



د والي وياند عبدالحى خطيبي رسنیو ته په دی اړه وويل، چی نن ماسپښين پر دغو وسله والو طالبانو وروسته له هغې حمله وشوه چې غوښتل يې څو محلونو ته د انتخاباتي موادو د لېږد مخه ونيسي.
دغه مواد د ټاکنو هغو محلونو ته لېږل کېده چې پرون تړلي وو او په پام کې وه نن پرانيستل شي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
 


د مطلب کود: 172908

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172908/په-غور-کې-شپږ-تنه-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com