کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت له ایران څخه د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي

25 میزان 1397 ساعت 14:14

اجراییه ریاست د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرو په غبرګون کې ویلي، د امریکا او ایران په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.




وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له تازه هلو ځلو ښکاري چې دا هېواد په افغانستان او سیمه کې نورې موخې لري او د سولې په برخه کې جدي نه ده.

اجراییه ریاست وایي، جګړه د حل لاره نه ده او افغان حکومت هڅه کوي چې روانې جګړې ته سیاسي حل لاره پیدا کړي.


د مطلب کود: 172657

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172657/حکومت-له-ایران-څخه-د-افغان-سولې-په-برخه-کې-همکارۍ-غوښتنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com