د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جیلاندی فرهاد، د هرات والی ویاند و
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی پنځه تنه ددی کسانو حخه چی تروریستی ډلو پوری تړلی دی، د درب ملک سیمې څخه نیول شوی دی.
د هغه په وینا، تورن کسان اعتراف کړی دی چی د تروریستی بریدونو ترسره کولو لپاره هرات ته راغلی دی.
هرات والی ویاند زیاته کړه: یو تن بل د ملاصمد طالبان استخباراتو مسؤول پوری اړوند کس په هرات کې د اووم ناحیه څخه نیول شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی د یو تجارتی شرکت مشر چی د ۳۶ بیلبورد قرارداد خلاف هرات ښار کې د نامزدانو اختیار کې ورکړی وو هم نیول شوی او عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی شوی دی.
همدارنګه یو کس نه راجستر شویو سیمکارتونو په تور هم نیول شوی دی.