د آوا په ګزارش سره، جیلاندی فرهاد، د هرات والی ویاند و آوا ته وویل چی پنځه تنه ددی کسانو حخه چی تروریستی ډلو پوری تړلی دی، د درب ملک سیمې څخه نیول شوی دی.
 د هغه په وینا، تورن کسان اعتراف کړی دی چی د تروریستی بریدونو ترسره کولو لپاره هرات ته راغلی دی.
هرات والی ویاند زیاته کړه: یو تن بل د ملاصمد طالبان استخباراتو مسؤول پوری اړوند کس په هرات کې د اووم ناحیه څخه نیول شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی د یو تجارتی شرکت مشر چی د ۳۶ بیلبورد قرارداد خلاف هرات ښار کې د نامزدانو اختیار کې ورکړی وو هم نیول شوی او عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی شوی دی.
همدارنګه یو کس نه راجستر شویو سیمکارتونو په تور هم نیول شوی دی.
 

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه