دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 172591
د سمنګان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر او ۲۰ ملګري یې وژل شوي
د سمنګان چارواکي وايي چې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر او شل تنه ملګري یې چې د کوزې دره صوف د امنیت د ټینګولو په مقصد دې ولسوالۍ ته تللي وو، وژل شوي دي.
د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې خبر د تأیید ترڅنګ وویل چې دا افغان پوځیان له څو ساعته مقاومت وروسته تېره شپه د طالبانو په برید کې ووژل شول.
ښاغلي ابراهیمي د مړو او زخمیانو دقیق شمېر څرګند نه‌کړ خو سیمه‌ییزو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې نژدې ۳۰ تنه افغان پوځیان وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoun6649n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته