دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 172571
د غزني ولایت لپاره نوی امنیه قوماندان وټاکل شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د ملي پولیسو د ۵۰۵ ساحوي زون قوماندان مل پاسوال غلام فاروق تره خیل د غزني ولایت د نوی امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره او د چارو د انسجام په موخه د کورنیو چارو وزارت په ځینو برخو کې بدلونونه راوستل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه بدلونونه د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د جموري ریاست په منظوري راوستل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیم زي د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي مرستیال د دفتر رئیس په توګه، مل پاسوال غلاق فاروق تره خیل د غزني ولایت د نوی امنیه قوماندان په توګه، سمونوال حسیب الرحمن د پیژنتون د عمومي ریاست د مرستیال په توګه، سمونوال محمد ولي امیني د ملي پولیسو د حقوقو د عمومي ریاست د رئیس په توګه او سمونوال غلام صدیق د ملي پولیسو د حقوقو د عمومي ریاست د مرستیال په توګه په دندو ګمارل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyrazzt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته