دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 172551
سیمرغ البرز عقابان هندوکش ته ۳-۱ ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې د سیمرغ البرز لوبډله عقابان هندوکش لوبډلې ته ۳-۱ ماتې ورکړه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې د عقابان هندوکش لوبغاړي امید عظیمي لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخته کړه.
خو د لوبې د دوهمې نیمایي په ۵۱مه دقیقه کې د سیمرغ البرز لوبغاړي ویس احمد احمدي ګول وکړ او لوبه یې ۱-۱ برابره کړه.
ورپسې د سیمرغ البرز لوبغاړی محمد حسین محمدي دوهم ګول وکړ او د لوبې په ۸۱مه دقیقه کې د سیمرغ البرز لوبغاړی نعمت الله کریمي درېیم ګول وواهه او له دې سره لوبه ۳-۱ د سیمرغ البرز په ګټه پای ته ورسېده.
د سیمرغ البرز لوبغاړی مصطفی رضایي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
تردې مخکې او د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د سپین غر بازانو او د موج های آمو لوبه ۱-۱ مساوي پای ته رسېدلی و
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnx9qqak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته